په شام کې النصره ډلې ویلي، مشر یې نه دی وژل شوی

په شام کې په القاعده پورې تړلې النصره ډلې هغه راپور رد کړ چې د شام ټيليویژن خپور کړ او ویې ویل چې د دې جهادي ډلې مشر وژل شوی دی. د النصره ډلې غړیو وویل، ابو محمد الجولاني روغ جوړ دی.
د شام ټلي ويژن تر دې مخکې خبر ورکړی و چې الجولاني د شام په شمال لویدیځ کې وژل شوی دی او د دې خبر نور تفصیل یې نه و خپور کړی.
د النصره ډله د بشار الاسد د رژيم پرضد په جګړه مارو کې د یاغیانو تر ټولو پیاوړې ډله ده.
امریکا د شام یاغیانو پلوي کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت النُصره ډله په ترهه ګرو ډلو کې حساب کړې ده.