د تیرا کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ پیلېږي

لواړګی - د قبایلي سیمو له طبیعي ناورینونو سره د مبارزي اداره اېف ډي اېم اې وايي، د خیبر له تیرا میدانه د بې کوره شویو کورنیو خپلو کورونو ته بیرته ستنېدل به د اکتوبر له ۲۲مې نېټې بیا پیل شي.


د ادارې چارواکي وايي، د تیرا میدان خلک به د کواټ د جرمې له مرکز او د کورمې له نیو دراني کیمپه روانول کېږي.

د دوی په خبره، د کواټ له جرمې به د شلوبر او ادم خېل قبیلو خلک د اکتوبر له ۲۲مې تر ۲۷مې، ملک دین خېل او زخه خېل به له ۲۸م اکتوبر تر لومړي نومبره او چې کوم کسان پاتې وي هغه به د نومبر له دویمې تر پینځمې پورې خپلو سیمو ته واستول شي.

د کورمې اېجنسۍ له نیو دراني کیمپه به د بر قمبر خېلو قبیله د اکتوبر له ۲۲مې تر د نومبر پینځمې تیرا میدان ته واپس واستول شي.

له طبیعي ناورینونو سره د مبارزې ادارې مرستیال مشر فرمان خلجي له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل چې د تیرا میدان د پاتې کډوالو بیرته استولو دویم پړاو به د ۲۰۱۴ز کال د مارچ په میاشت کې پیلېږي.

ده وویل، هرې کورنۍ ته به ۲۵۰۰۰ کلدارې هم ورکوي او ورسره به خواړه، دوا ګاني او واکسینونه هم ورکوي.

د ده په خبره، تر اوسه دوی شا و خوا ۶۳۰۰ کورنۍ بیرته تیرا میدان ته استولې دي.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۳ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د حکومت پلوه انصار الاسلام وسله والې ډلې او د تحریک طالبان پاکستان وسله والو تر منځ د نښتو له کبله ځايي خلکو تیرا میدان پریښی وو او کډوال شوي ول.

خو بیا پاکستاني پوځ عملیات وکړل او سیمه یې له وسله والو پاکه کړه.