د قربانۍ له ګډوري سره مينه

اشفاق احمد د قربانۍ لپاره ګډوري اخیتسی او بيا يې د اختر تر ورځې پورې پالنه کوله. خو چې د اختر قربانۍ پر ورځ يې له ډيرې مينې نه شوای حلالولای

سره له دې چې د لوی اختر نه څو ورځې د مخه د پښتونخوا په ټولو ښارونو او بازارونو کې د څارويو منډياني لګي چې د اختر تر ورځې پورې پرې اخيستونکي ورمات وي ، خو پيښور کې داسې شوقيان هم شته چې څو مياشتې وړاندې د قربانۍ لپاره ګډوري اخلي او بيا يې د اختر تر ورځې پورې ساتنه او پالنه کوي.خو چې د قربانۍ ورځ راورسيږي، بيا يې له ډيرې مينې په حلالولو زړه نه کيږي.


د پيښور يکه توت ټاڼۍ اړوند د لالي باغ يو تن اوسيدونکی اشفاق احمد چې شپږ مياشتې وړاندې يې د قربانۍ لپاره ګډورې اخيستی و، د اختر د ورځې تر لوړ مازيګره يې وساته، چې د حلالولو پر وخت يې له ګډوري سره د ډيرې مينې له امله سترګو کې اوښکې ډنډ شوې.

نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د ګډوري په ساتنه او پالنه کې يې شپه او ورځ په ځان يوه کړې وه.

(( دا ما د شپږو مياشتو اخيستی و او شپږ مياشتې مو وساتلو. اوس د کال شو. خواري به مو ورسره کوله، ورسره به لاندې پروت ومه، ولې چې يوازې به شو نو بيا به يې چيغې وهلې. ما ټول اوړی لاندې ورسره تير کړلو. نيت کړی دا به درې بجې حلالوو، قرباني به کوو کنه، زړه خو مو نه کيږي.ځکه چې مينه ده کنه د بچو غوندې مو ساتلی دی.))

سره له دې چې ګډوری يو کلن و خو دومره تيار شوی و چې د هر ليدونکي سترګې به پرې خوږيدلې. دا چې ګډورې ته يې څنګه ونډه برابروله، اشفاق احمد يې راته وايي:

(( اول يې شوتل خوړل، بيا يې کچه ټانټې خوړلې او د شپې به يې بوره، کل، چڼه، بوس، بوره به يې په کې ګډه کړه دا به مو ورله ونډه ورکوله.))

د اشفاق احمد زوی هم د ګډوري په حلالولو خپه و.

(( زما نوم علا الدين دی، موږ مو پلار ته ډير وويل چې دا ګډوری مه حلالوه. موږ به قربانۍ له بل څه واخلو. خو پلار مې ويلې چې نه دا مو اوس قربانۍ له اخيستی دی. او مور مې هم ورته ويلې چې دا مه حلالوه. خو له کله نه چې زما پلار دا ګډوری کور له راوړی، په موږ يې دومره پام نه کولو لکه څومره چې يې په دې ګډوري کولو.))

د محلې يو تن ځوان وايي چې اشفاق احمد د خپلو بچو په شان ګډوري ساتلی و نو ځکه به يې پرې زړه خوږيږي.

(( زه طاهر نوميږم او د اشفاق حاجي رشته دار يم او بل دا چې کور سره يې نيږدې يمه. دا ګډ چې کوم دی ده باندې شپه او ورځ دومره خواري کړی ده لکه د بچو غوندې، دا يې لکه په شامپوګانو وينځلی، زه چې يې هم ګورم زما پرې هم زړه خوږيږي، ويم چې په ده باندې دی قرباني کوي. هسې صحي قرباني همدغې ته وايي چې زړه دې خوږ شي.))

که څه هم د لوی اختر نه څو ورځې وړاندې د پيښور ماشومان د قرباني څاروي او ګډوري په ګلونو ښايسته کوي، په پښو کې ورته ګونګروګان اچوي او ټوله ورځ يې په کوڅو کې ګرځوي، خو اشفاق احمد د اختر د لومړۍ ورځې تر مازيګره پورې د پيښور لالي باغ په کوڅو کې د ماشومانو په څېر ګډوری لر و بر وګرځاوه.