په جلال اباد کې د ګوزن ناروغۍ واکسینو کیمپېن پیل

جلال اباد - د افغانستان په خيتځو ولايتونو کې د ګوزڼ په ضد کیمپېن پيل شو چې اته نيم لاکه ماشومانو ته به د ۶۰۰۰ روغتيايي کارکوونکو او رضا کارو ټيمونو له خوا د واکسين دوه څاڅکې ورکول کېږي.


روغتيايي چارواکي وايي، د تېرو ۱۰ مياشتو په دوران کې په خيتځه سيمه کې د ګوزڼ شپږ پېښې تثبيت شوې دي.

د افغانستان د نورو ولايتو په څېر د دغه هيواد په ختيځو ولايتونو کې هم د ګوزڼ په ضد د واکسينو د تطبيق درې ورځينی کیمپېن پيل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رییس ډاکتر بازمحمد شېرزاد يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو واکسين په ورکولو سره د دغه کیمپېن پرانسته وکړه.

نوموړي وويل، په دغه کیمپېن کې هغو اته نيم لکه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي دوه څاڅکي واکسين ورکول کېږي چې عمرونه يې له پينځو کالونو څخه کم وي. دی وايي:

((د اکتوبر پر شپږمه، اوومه او اتمه په ټوله حوزه کې تطبيقېږي. په دې دوره کې به بر علاوه د دې نه چې موږ به ۸۵۰۰۰۰ له پينځه کالنۍ ښکته ماشومانو ته د پوليو واکسين کوو. تقريباً پينځه لاکه هغه ماشومان چې عمرونه يې له شپږ مياشتينۍ پورته دي، هغوی ته به موږ د ويټامين (اې) کيپسول هم ورکوو. په ټوله حوزه کې دمګړۍ موږ د پوليو شپږ مثبتې واقعې لرو چې درې په کونړ او درې په ننګرهار کې دي؛ چې د دې سلسله او منشا زموږ د همسايه له پېښور نه ده چې هلته فعلاً ۳۶ مثبتي واقعې دي.))

د ننګرهار ولايت اداري رييس احمد شاه سادات پر ولس غږ وکړ چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي واکسين ورکړي. نوموړي وويل:

((د رسنیو له لارې پر ټول ولس غږ کوم چې خپل اولادونه د دې مرض په مقابل کې واکسين کړي. همدا راز، زه غږ کوم پر ټولو ولسوال صاحبانو او د امنيې پر قوماندان چې ټول سهوليات د دې له پاره فراهم کړي چې په منظم شکل باندې دا واکسين په محلاتو کې تطبيق کړي.))

يوه مېرمن چې خپل نوی زېږېدلی ماشوم يې د ګوزڼ مخنیوي واکسينو تطبيق ته وروستی وو، له مشال راډيو سره یې په خبرو کې وويل:

((قندي ګل مې نوم دی له شیخ مصري راغلې يم. په هرو دريو مياشتو کې به دا ماشوم د واکسينو د تطبيق له پاره راوړو.))

روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې داسې سيمه نه شته چې خلک يې د واکسينو د تطبيق مخه ونيسي، خو د کونړ ولايت په ځينو سيمو کې د واکسينو له تطبيق سره مخالفت کېږي چې په تېرو دورو کې تر ۲۰۰۰۰ تنو پورې ماشومان د واکسين له تطبيقه پاتې شوي ول.

دوی زياتوي، د واکسين د تطبيق په روانه دوره کې يې د سيمې له علماء کرامو سره خبرې کړي او تمه لري چې دا ځل به په کې واکسين تطبيق شي.