عبدالرب رسول سیاف نن د ولسي جرګې له غړیتوب څخه رسمآ استعفا وکړه.
نوموړي د خپلې استعفا علت د جمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ځان کاندیدېدل وبلل.
خو دا لا نه ده څرګنده چې دی به کله د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د جمهوري ریاست د کاندید په توګه خپل نوم ثبت کړي.
تر دې وړاندې د ولسي جرګې بل غړي حاجي محمد محقق هم له ولسې جرګې نه استعفا وکړه او ډاکټر عبدالله د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتوکه هغه د خپل دویم مرستیال په توګه معرفی کړ.
ډاکټر اشرف غني احمدزي او د جمهور رییس کرزي سلاکار جنرال عبدالرحیم وردګ هم هغه کسان دي چې له خپلو دولتي دندو څخه یې استعفا کړې ده.
خو دوی د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې لا تراوسه ځانونه، نه دي کاندید کړي.