بنو کالج کې پر لاریون ډزې دوه ژوبل
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نن د سېشنبې په ورځ د بنو پوسټ ګرېجوېټ کالج د زده کونکو ترمنځ په ډزو کې دوه زده کونکي ژوبل شوي دي.
دا ډزې د سیمې د زده کونکو د بیلا بیلو تنظیمونو لخوا پر رابلل شوي یوه لاریون وشوې.
په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، کله چې د لاریون برخه اخیستونکي زده کونکي د یاد کالج ګېټ ته ورغلل نو د دوی په مخالفت کې د نورو زده کونکو ځېنو ډلو پري دوی ډزې وکړې.
پوسټ ګرېجوېټ کالج متحده طلبا محاز لخوا د کالج پخوانی هاسټل د ړنګولو او ځمکه شخصي پراپرټي ته د ورکولو پر ضد په بیا بیا مظاهرې کولي.