؛ د ټولې علاقې کورونه اومه دي، او کله چې د زلزلې شدت اووه اعشاریه اته وي، نو اومه کورونه ژر نړېږي. دا وخت د آواران سیمه بېخي زیاته متاثره ده؛.
د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول د صوبې په شاوخوا ټولو سیمو کې د سېشنبې پر ماځيګر د پاکستان پر وخت څلورنیمې بجې یوې درنې زلزلې چې د رېکټر پر کچه يې شدت اووه اعشاريه اته ښوودل شوی.
په کوټه او شاوخوا نورو سیمو کې د زلزلې ټکانونه شاوخوا دوه دقیقې احساس کېده.
په اوران کې زلزلې لوی زیان اړولی
د صوبې سرکاري چارواکي وايي يادې زلزلې تر ټولو زیاته مرګه ژوبله په بلوڅ مېشتو او لرې پرتو آواران او تربت سیمو کې اړولې چې په خبره یې د وژل شوی شمېر ۲۵۱ تنه او ژوبل څه باندې ۳۵۰ تنه دي.د بلوچستان د کورنیو چارو سیکرېټري اسد ګیلاني د چارشنبې ګهېځ پر ټيليفون مشال راډيو ته وویل:
؛تر ټولو زیاته متاثره سیمې آواران او شاوخوا هغه دي، چې هم هلته مو پي ډي ایم اې ته ویلي او د پاکستان پوځ ته هم مو ویلي، چې امدادي کارونه يې پیل کړي دي. او له دې سره له کوټې مو هم امدادي سامان زلزله ځپلو سیمو ته لېږدولي دي؛.
؛ په دې ټوله علاقه کې کچه کورونه دي، او کله چې د زلزلې شدت اووه اعشاریه اته وي، نو کچه کورونو ټول نړېږي. نو دا وخت د آواران سیمه بېخي زیاته متاثره ده؛.
له دې سره په همدې خبري غونډه کې د بلوچستان د صحت د څانګې سیکرټري عبدالصبور کاکړ وویل په زلزله ځپلو سیمو کې صحي آسانتیاوې نشته، خو له کوټې يې د سېشنبې په ماښام ايمبولانسونه له ضروري درملو سره استولي دي. د صبور کاکړ په خبره د اوتهل سیمې روغتون يې مرکزي ځای ګرځولی دی. چې هم هلته به ژوبل شويو کسانو ته درملنه ورکول کېږي.
د سې شنبې د ماځيګر دا زلزله چې ټکانونه يې د بلوچستان په شمول د خیبرپښتونخوا په ځينو سیمو، په ځينو عري هیوادونو او د هند په ډيلي کې هم احساس شوو، د بلوچستان په ګوادر بندر سیمه کې يې د چارواکو په خبره څلوېښت فوټه جګه جزیره پيدا کړې، چې د لیدو لپاره يې د سېشنبې په ماځيګر د ګوادر په سلګونو کسان جمع شوي وو. او د دې جزیرې عکس قامي او نړيوالو وېبپاڼو د سترګو په رپ کې خپور کړ.
د صوبايي حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ چې دا وخت د لندن پر دوره دی، له هم هغه ځايه يې د زلزله ځپلو ټولو سیمو لوړ پوړو چارواکو ته امر کړی، چې ټولې رخصتۍ دې ختمي کړي، او امدادي کارونو دي پېل کړي.
د ویلو وړ ده چې بلوچستان صوبه د زلزلې ځپونکو سیمو پر لیکه یا فالټ لاینز پرته ده او تل په کې زلزلې راځي، چې تر ټولو مرګونې هغه یې په ۱۹۳۵م کال د مې پر ۳۱ مه نېټه د کوټې زلزله وه چې په زرګونه کسان یې وژلي وو. په دې وروستيو کې بیا په ۲۰۰۸ م په ساړه زیارت سیمه کې زلزلې تر دوه سوه زیات کسان وژلي وو، او د روان کال د اپرېل په شپاړسمه نېټه بیا د ايران له پولې سره څېرمه په ماشکېل سیمه کې يوې زورورې زلزلې تر دېرش زیات کسان وژلي ول.