د افغانستان په شمالي برخه کې د افغان ټاکنو کمیشن درې کارکونکي تښتول شوي دي. د پنجشنبې پر ورځ چارواکو وویل، چې دغه درې کسان د فاریاب ولایت له المار ولسوالۍ تښتول شوي دي.
په فاریاب کې د انتخابي دفتر مشر محمد امان مشال رېډیو ته وویل چې په کارکونکو کې یوه ښځه شامله ده. دغه ډلې په لیرې پرته ولسوالۍ کې د نوملیکنې کارډونه وېشل.
د ولایت د پولیسو مشر نبي جام ملاخېل د نامعلومو کسانو لخوا د دغو کسانو د تښتونې پخلی وکړ. تر اوسه چا د پېښې پړه نه ده منلې.
د چارشنبې پر ورځ په کندوز ولایت کې د افغان ټاکنو یو چارواکی په ډزو ووژل شو. طالبانو یې د وژنې پړه منلې.
طالبانو افغان ولس ته ګواښ کړی چې راتلونکې کال کېدونکو ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې له مهالوېښ سره سمې د ۲۰۱۴م کال پر ۵ نېټه کېدونکې دي.