کراچۍ: پر امام ګاه بمي بریدمرګ ژوبله اړولې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جعمې پر شپه د شیعه مسلمانانو پر امام بارګاه په بمي حمله کې یو تن وژل شوی او نهه تنه نور ژوبل دي.


د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات تېره شپه رسنیو ته ویلي دي د مشرقي کراچۍ لانډي په سېمه کې دا پېښه هغه مهال مخې ته راغله کله چې نامالومو کسانو د مجید کالونۍ په علاقه کې پر امام بارګاه د لاسي بم حمله وکړه.

پولیس چارواکي وایي، د پېښې په اړه یې پلټنې شورو کړي دي .