افغان ولسي جرګې ته ۵ لوړ چارواکي وپېژندل شول

د افغانستان جمهوري ریاست نن ولسي جرګې ته د پنځو بېلابېلو پوستونو لپاره کاندیدان ورمعرفي کړل.

په دوی کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد عمر داود زی، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محمد اکرم خپلواک، د اساسي قانون په عملي کیدو د څارنې کمیسیون غړیتوب ته دوه تنه کاندیدان نصرالله ستانکزی او لطف الرحمان سعید او د سترې محکې د عالي شورا غړیتوب ته کاندید برات علي متین شامل دی.

دغه پنځه کاندیدان نن د ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال کریم خلیلي له خوا دې جرګې ته د باور رایې لپاره ور معرفي شول خو تراوسه معلومه نده چې ولسي جرګه به په کومه ورځ دې کسانو ته رایه ورکړي.

د ولسي جرګې منشي انجینر سید اکرام مشال راډیو ته وویل چې ټاکل شوې سبا سېشنبه د دې جرګې د ریسانو کمیټه په دې تصمیم ونیسي چې دغو کاندیدانو ته په کومه ورځ د باور رایه ورکړي.

ښاغلي اکرام هیله وښوده چې؛ د راتلونکې اونۍ په ترڅ کې به یوه ورځ دغو کاندیدانو ته د باور رایه ورکول شي.

تر اوسه معلومه نده چې دغه دوه کاندید وزیران او دا درې نور کاندیدان به د ولسي جرګې له خوا د باور رایه ترلاسه کړي او که نه


د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نن رسماً پیلېږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن وايي د ولسمشرۍ شاوخوا شلو او د ولایتي شوراګانو نږدې اوه سوه ممکنه کاندیدانو تراوسه له دې کمیشن څخه معلوماتي بستې ترلاسه کړې دي.
بلخوا افغان ولسمشرحامدکرزي د هېواد د جنوبي ولایتونو له یوشمېر مشرانو سره په کتنه کې انتخابات یوه مهمه ملي پروسه بللې ده او ډاډ یې ورکړی چې انتخابات به حتما ترسره کېږي.
ولسمشرکرزي پرون پر دوشبنه د زابل او هلمند ولایتونو له قومي مشرانو سره په ارګ کې په خپله کتنه کې هغو ګنګوسو ته اشاره وکړه چې وايي، ښايي د ولسمشرۍ انتخابات وځنډېږي او ویې ویل، په انتخاباتو کې د افغانستان د خلکو خیر دی.