په دیر کې د پوځ په افسرانو بمي برید ۵ مړه او ژوبل


د خیبر پښتونخوا د بر دیر په براول سیمه کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې د پاکستان د پوځ درې مامورین وژل شوي چې دوه پکې د پوځ لوړ پوړي افسران ډګر جنرال ثنا الله او لفتیننټ کرنل توصیف دي ، همدارنګه د عمران ستار په نوم یو سپاهي هم وژل شوی او دوه سرتیري نور ژوبل شوي هم دي.

پېښه هغه مهال وشوه چې د پاکستان دپوځ لوړ پوړي افسران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د لیدلو نه پس بیرته د راستنیدو په حال کې وو. د چاودنې له امله د پاکستان د پوځ ګاډو ته هم زیان اوړیدلی، تر دې ګړۍ چا د پېښې مسوولیت قبول کړی نه دی.

داچاودنه په داسې حال کې شوې چې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک تیره ورځ وویل دوی به دملاکنډ نه پوځونه بیرته راغواړي، ځکه چې دده په وینا اوس هلته په سیمه کې امنیت برقرار شوی دی.