د پښتونخوا صوبې ماتولو سازش پرېږدئ. حاجي عدیل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر او سېنېټر حاجي محمد عدیل وايي، پنجاب دې د پښتونخوا صوبې له ماتولو لاس واخلي که نه نو د دوی ګوند به بیا په پنجاب صوبه کې بند پاته د اټک او میا والي سیمې په پښتنوخوا صوبه کې د یوځای کولو لپاره خپل غږ پورته کړي. نوموړي دا څرګندونې په پېښور کې د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په یوه مرکه کې کړې.