خوست: د نادرشاه کوټ ولسوالۍ روغتون ته نوې ودانۍ جوړه شوه


نن د جمعې په ورځ د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د دېرش بستریز روغتون له پاره نوې جوړه شوې وداني پرانیستل شوه.


د نوموړي روغتون وداني چې د مخدره توکو پرضد وزارت له بودجې څخه د اته نیم لکه ډالرو په لګښت د دوو کالونو په موده کې جوړه شوې، د عامي روغتیا د مسوولینو په وینا به د بیلابیلو ناروغیو د درملنې له پاره د وسایلو او امکاناتو له نظره ښه شرایط ولري.

د خوست د لویدیز لوري د سیمو او ولسوالیو اوسیدونکي، چې له ښار څخه په څه ناڅه لیرې واټن کې پراته دي او مخکې د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د نوي دېرش بستریز روغتون په پرانیستلو سره به يې په ستونزو کې کموالۍ راشي.

د نوموړي روغتون نوې ودانۍ، چې د مخدره توکو پرضد وزارت له ځانګړې بودجې څخه د شاوخوا اته نیم لکه ډالرو په لګښت د دوو کالونو په موده کې جوړه شوې، د پرانیستې په نننیو مراسمو کې يې د عامې روغتیا سرپرست رئیس هدایت الله حمیدي مشال راډیو ته وویل، چې په یاد روغتون کې به د عادي درملنې څخه تر لویو او وړو جراحي عملیاتو پورې تداوي تر سره کیږي او د وسایلو، درملو، امکاناتو او د بیلابیلو ناروغیو د ځانګړو سرویسونو له اړخه به مجهز روغتون وي، خو نوموړي لاس په لاس د روغتونونو په تشکیلاتو کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه:

((د ولسوالۍ د روغتونونو ګټې دا دي، چې په هغه سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې ټېټول یانې نسايي او ولادي بخشونه، ور سره په څنګ کې د ساري امراضو کنټرول او تداوي، د سوء تغذي مریضان، رواني تکلیفونه ، معیوبین، د دې سره مجهز لابراتوار، ټلویزیوني معاینات، واړه او لوی عملیات، چې دلته به نوکریوال ډاکټر وي، همدارنګه ډاکټرې به وي،خدمات به عرضه کوي، خو یوازې تر اوسه د تشکیلاتو په برخه کې ستونزې لرو.))

د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو تن سپین ږیری د یاد روغتون د ګټو او ارزښت په تړاو مشال راډیو ته وايي، چې تر دې وروسته به خلک شپه او ورځ په ډاډه زړه ناروغان د درملنې له پاره دې روغتون ته بیولی شي:

((نوم مې کمیاګل دی، دا روغتون ډېره ګټه لري، چې زه خوست بازار ته ځم ، چې دلته نږدې ورته راشم، دا څومره ګټه شوه، چې مریض ته مې څنګه تبه ورشي، دلته به يې راورسوم، که ښځې د ماشوم تکیف ولري، شپه پرې راغله، په دې لاره که غله مه وي، موټر تښتول کیږي، زه چې دلته نږدې ورته راپورې شم، چې نه غل وي او نه رهزن وي، ما ته ډېره ګټه کوي.))

یو بل تن ځايي قومي مشر وویل، چې د نادرشاه کوټ له روغتون څخه به د دې ولسوالۍ په ګاونډ کې د نږدې پنځو نورو ولسوالیو او ګڼو سیمو ناروغان هم د درملنې او دوا درملو ګټه پورته کوي:

((زه حاجي شرین د نادرشاه کوټ اوسیدونکی یم، مخکې په دې منطقه کې زموږ له پاره لویه شفاخانه نه وه، کلینیک وو، چې هغه وړوکی وو، چې نه په هغه کې دوایئ وې، نه داسې د کار تداوي وه، نن، چې دا شفاخانه جوړه شوه، دې شفاخانه سره ډېرې نږدې سیمې دي یا يې ورباندې لاره ده، د وزې او سپیرې له ولسوالیو نیولې، تر دوه منده پورې بیا له دوه منده نیولې ځني خېلو پورې، بیا د ځني خېلو نیولي ان تر اسماعیل خېلو ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پورې د دې منطقو خلک دې شفاخانې ته د تداوي له پاره مراجعه کولای شي، مهمه دا ده چې ښه ډاکټران راشي، د اپریشن والا وي، د زنانه ناروغانو له پاره زنانه ډاکټرې وي، چې د هغوی مشکل له خېره همدلته رفع کیږي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یاد روغتون د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې پخوا د یادو سیمو خلک له پوره روغتیايي اسانتیاوو څخه برخمن نه ول، خو دی تمه لري چې د دې روغتون د فعالیت په پیلیدو سره به په روغتیايي برخو کې د خلکو ډېری ستونزې هوارې شي:

((دغه تعمیر په دې ولسوالۍ کې ډېر د اهمیت وړ دی، ځکه د سپیرې ولسوالۍ، د دومنده شمل ولسوالۍ، په خپله د نادرشاه کوټ ولسوالۍ پخوا په دې ځای کې خلکو دومره صحي سهولتونه نه درلودل، د دې شفاخانې په جوړولو سره به انشاالله د دې منطقې د ناروغانو د ستونزو د حل په لاره کې ډېر پرمختګ رامنځته شي.

دا شفاخانه په شپږ جریبه ځمکه کې جوړه شوې، د دې شفاخانې لګښت دوه څلویښت میلیونه، دوه لکه اته سوه پنځوس افغانۍ لګښت دی، دا خوست ولایت له پاره چې د ضد مواد مخدر وزارت له خوا د کوکنارو د نه کرلو له بودجې څخه مصرف د هغوی له خوا څخه شوی دی.))

د یادونې وړ ده که څه هم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ېرش بستریز روغتون له پاره نسبتاً مجهزه او عصري ودانۍ جوړه شوې، خو ځايي خلک وايي، که چیرې نوموړی روغتون راچاپیره دیوال ونه لري، او د ډاکټرانو او روغتیايي وسایلو له اړخه اکمال نه شي، نو د خلکو ډیری ستونزې به د پخوا په شان پر خپل ځای پاتې شي.