د مارتین کینګ مشهوره وینا، I have a dream زه یو ارمان لرم – چې له نن نه یې پنځوس کاله وړاندې په یوه ستر لاریون کې کړې وه، د خلکو خیالات بدل کړل.
مارتین لوتر کینګ د امریکا په تاریخ کې د عدالت غوښتنې او بشري حقونو ستر فعال تېر شوی چې د نه ستړی کیدونکې مبارزې په برکت یې په امریکا کې د تور او سپین توپیر او تبعیض له منځه لاړ ، ټولنیز عدالت او مساوات په عمل کې پلی شو.
د مارتین کینګ مشهورې وینا، I have a dream زه یو ارمان لرم – چې له نن نه یې پنځوس کاله وړاندې په یوه ستر لاریون کې کړې وه، د خلکو خیالات بدل کړل.
له نن نه شاوخوا پنځوس کاله وړاندې د اګست په ۲۸ مه د چارشنبې ورځ وه چې په امریکا کې شاوخوا دوه لکه او پنځوس زره کسانو ستر لاریون وکړ او په ټولنه کې د کار، ټولنیز عدالت او مساوي حقونو شعارونه یې ورکول.
د بشري حقونو پیژندل شوي فعال مارتین لوتر ګینګ لاریون کوونکو ته په واشنګټن کې د امریکا د پخواني ولسمشر ابراهام لینکن له مقبرې سره : زه یو ارمان لرم، تر عنوان لاندي وینا وکړه.
لوتر ګینګ په وینا کې وویل، هغه خوب یا خیال یې په سر کې دی چې پر انسانانو به د رنګ او پوټکې پر اساس نه، بلکه د شخصیت پر اساس قضاوت کېږي.
کینګ پنځلس دقیقې وینا وکړه او دا په تاریخ کې د عدالت غوښتنې تر ټولو قوي او پیغام ورکوونکې وینا بلل شویده.
د لوتر کینګ د وینا د پنځوسمې کالیزې په یاد د مشال راډیو خبري څانګې په افغانستان، ایران ، روسیې ، ترکمنستان ، قزاقستان او قرغزستان کې د بشري حقونو د پیژندل شویو فعالانو نظرونه پوښتلې دي.
مارټین لوتر کینګ یوې لویې غونډې ته وینا کوي
د بشري حقونو فعال او د ولسې جرګې غړې رمضان بشر دوست د افغانستان لپاره د خپلو خوبونو په اړه وویل:« زما ارمان، د عدالت عملي کیدل دي. سیاسي عدالت، ټولنیز عدالت، فرهنګې عدالت، نژادي عدالت او اقتصادی عدالت، په دي معنی چې هر انسان ، هر افغان، په هر فکر چې وې، په هر تنظیم اوهري سیمې ، هر مذهب پوري مربوط وي، په هري ژبه چې خبرې کوي، په هر دین چې وي، جوهر او فطرت یې باید وپیژندل شي او هیڅکله دا پوښتنه ورڅخه ونشي چې د کوم قوم، کوم تنظیم، کوم مذهب او ژبې کس دی«.
د ایران د بشري حقونو فعاله لومړنۍ مسلمانه او ایرانۍ ښځه ده چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د سولې نوبل جایزه تر لاسه کړه، د خپلو خیالونو یا خوبونو په اړه وایي: زه خیال لرم، زما خیال د انسان د زړه نړیوال کیدل دي.
په دې ډول چې هر انسان یو د بل درد او کړاو حس کړي او داسې احساس وکړې چې خپل درد او کړاو یې دی.
زه ارمان لرم چې د سودا ګرۍ او اقتصاد د نړیوال کیدو پرځاي انسانیت نړیوال شي.
شیرین عبادي وایې، دا مهال زموږ دنده ده چې له خیالونو سره فکر وکړو او له واقعیتونو سره عمل وکړو.