جنوبي وزیرستان کې یو طالب کمندان ووژل شو

د مشال راډيو خبريال د ځايي خلکو له خولې وايي، چې پر وسله والو برید نن ګهیځ (سهار) په مڼه سيمه کې شوی دی.

د جنوبي وزير ستان له واڼه سره نږدې یوې ريموټ کنټرول بمي چاودنې د پاکستاني طالبانو يو مهم مشر غلام جان له خپلو دريو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.


د مشال راډيو خبريال د ځايي خلکو له خولې وايي، چې پر وسله والو برید نن ګهیځ (سهار) په مڼه سيمه کې شوی دی.

ويل کيږي چې یاد کومندان د پاکستاني طالبانو د پخواني وژل شوي مشر نیک محمد نږدی ملګري و.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.