د افغانستان ستونزې د پاکستان جوړېدو پس ډېرې شوې

څېړونکي او ليکوال ډاکټر محمد تقي

ليکوال ډاکټر محمد تقي وايي، افغانستان يو خپلواک هېواد دی او حق لري چې د خپلو ځواکونو د شمېر او په دې اړه چې بايد څوک يې وروزي، پرېکړې وکړي.

د اې اين آی نيوز پر ويب پاڼه د امريکا مېشتي پاکستاني څېړونکي او ليکوال ډاکټر محمد تقي يوه ليکنه خپره شوې ده.


په ليکنه کې راغلي، امريکايي چارواکو په کشمير کې د پاکستان او هند تر مينځ پر کنټرول کرښه د تاوتريخوالي د وروستيو پېښو په اړه ډېر لږ څه وويل.

ليکنه زياتوي، د پاکستان حکومت تل هڅه کړې په دغه ناارامه سيمه کې د هندي او پاکستاني پوځي ځواکونو د شخړو له خبرونو د نړيوالې ډپلوماسۍ له لارې د ځان په ګټه کار واخلي.

د ليکوال په اند، د پاکستان دا تګلاره بيا د دغه هېواد افغانستان پلو له پاليسۍ سره په ټکر کې ده. پاکستان غواړي، نړيوال طاقتونه له افغانستانه ووځي او د دغه هېواد د امنيت او ثبات مسالې ناحلې پاته شي.

د ليکنې له مخې، په پاکستان کې ګڼ خلک فکر کوي چې پر کنټرول کرښه د پاکستاني او هندي پوځونو تر مينځ د تاوتريخوالي پر وروستيو پېښو د امريکا چوپه خوله پاته کېدل د پاکستان په ګټه دي.

خو ليکوال ليکي چې امريکا ښايي د پاکستان پر مخ له دغو پېښو د ډپلوماټېکو ګټو تر لاسه کولو لار په اغېزناکه توګه تړلې وي.

په ليکنه کې په ۲۰۱۱ م کال کې د پاکستان په قبايلي سيمې سلاله کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د پاکستاني پوځي ځواکونو د وژل کېدو پېښه ياده شوې ده.

ليکوال وايي، پاکستان امريکا ته وويل چې د دغې پېښې له پاره بخښنه وغواړي، خو اوس هند ته وايي چې پر کنټرول کرښه شوې وروستۍ پېښې هېرې کړي او له پاکستان سره د معمول خپلې اړيکې پر مخ يوسي.

ليکنه کاږي، په پاکستان کې ځينې لبرال شخصيتونه هم، چې له هند سره د امن په خبرو اترو کې ښکېل دي، د پاکستاني پوځ مفکورې ته ورته خبرې کوي.

په ليکنه کې د پاکستان د نوموتي خبريال نجم سيټي خبره راخيستل شوې چې ويلي يې دي، د هند په مرسته روزل شوي افغان ځواکونه د پاکستان ضد احساسات لري.

په ليکنه کې ويل شوي، افغانستان د يوه هېواد په توګه د پاکستان په وجود کې تر راتلو مخکې شتون لرلو. د افغانستان ستونزې هغه وخت زياتې شوې کله چې په ختيزه پوله يې د پاکستان دولت جوړ شو.

د ليکنې د ليکوال ډاکټر محمد تقي په خبره، افغانستان يو خپلواک هېواد دی او حق لري چې د خپلو ځواکونو د شمېر او په دې اړه چې بايد څوک يې وروزي، پرېکړې وکړي.