'د ولسمشر کرزي پاکستان ته سفر به لاسته راوړنې ولري'

اسلام اباد - په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر داودزي هیله وښوده چې پاکستان ته به د ولسمشر حامد کرزي سفر ښې لاسته راوړنې ولري.


داود زي د یکشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکې کې وویل چې ټاکل شوې دا یو ورځنی سفر په راتلونکو لسو ورځو کې وشي.

نوموړي وویل چې د پاکستان نوی حکومت ډېر صلاحیت لري ځکه خو ترې د همکارۍ تمه کېدای شي.

داود زي وویل چې اسلام اباد ته د ولسمشر په سفر کې به په دې اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وشي چې څنګه پاکستان طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته کښېنوي.

هغه وویل چې تراوسه پورې پاکستان په دې اړه همکاري نه ده کړې.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکي ډېر خراب شوي دي.

تر دې مخکې د شنبې پر ورځ د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم هیله ښودلې وه چې د افغان ولسمشر اسلام اباد ته سفر به ښه نتیجې ولري.

شېرپاو د شنبې پر ورځ په کابل ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل.