د قاهرې په يوه جومات کې په سلګونو مړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مصر کې د چهارشنبې تر خونړۍ ورځې وروسته، د دې هېواد حکومت چې پوځ يې ملاتړ کوي، په قاهره او لسو نورو ښارونو کې د يوې مياشتې لپاره اضطراري حالت اعلان کړ. د مصر د روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ وويل، د ليرې کړاى شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو د ځپلو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر ٥٢٥ ته رسېدلى او تر ٣٥٠٠ زيات نور ټپيان دي. رويټرز اژانس يو ويډيويي راپور برابر کړى چې د محمد رسي د سلګونو پلويانو مړي ښيي، د دوى هويت لا په بشپړه توګه څرګند نه دى. دوى د قاهرې په يوه جومات کې راغونډ کړاى شوي دي.