د هند ډوب شوي اوبتل د عملې ژوند څرک په تتېدو دی

هند: د هند په اوبتل سیندوراکشک کې له چاودنې وروسته لمبې خېژي. ۱۳م اګست ۲۰۱۳م کال

د هند د سمندري ځواک یو اوبتل سیندوراکشک (د سیندژغورونکی) چې د ممبۍ په سمندر کې له چاودنې وروسته ډوب شو، د اتلسو کسانو د ژوندي پاتې کیدو امیدونه یې په ختمیدو دي.


د هند د سمندري ځواک مشر ډي کې جوشي پرون د چارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، موږ د ښه خبر امید لرو خو په کار ده چې بد خبر ته هم تیار واوسو. نوموړي د چاودنې د وجوهاتو په اړه وویل:

”بنیادي پوښتنه داده چې اور څنګه ولګید او چاودنه څنګه وشوه؟ دې پوښتنې ته تر اوسه موږ جواب نلرو. په هره جنګې بیړۍ او تر ډيره حده په اوبتل کي د اورلګیدنې لپاره زیات وجوهات شته“.


دا اوبتل چې په ډیزلو چلیدلی ، شپاړس کاله مخکې په روس کی جوړ شوی او په دې وروستیو کې له مرمتېدو وروسته هند ته سپارل شوی وو.