په مصر کې د زیاتېدونکو وژنو وروسته اېمرجنسي ولګول شوه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په مصر کې د تشدد په لړۍ کې خوا وشا ۲۸۰ کسان وژل شوي او تقریباً ۲۰۰۰ ژوبل شوي دي. د تاوتریخوالي دا لړۍ وروسته له هغې شورو شوه چې سر ښار قاهره کې امنیتي ځواکونو د لرې کړې شوي ولسمشر محمد مرسي د پلوي احتجاجیانو کېمپونه له منځه یووړل.

چارواکي وايي، په وژل شوو کسانو کې ۲۳۵ عام خلک او ۴۳ د امنیتې ادارو غړي دي. اخوان المسلمین ډله وايي، د وژل شویو کسانو شمېره لا زیاته شوېده.
د مصر چارواکو چې ورته د پوځ ملاتړ ترلاسه دی، له پرونۍ خونرېزۍ پس یې په هېواد کې دیوې میاشتې لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی.
اې پي ویډیو