کابل - په افغانستان کې د ناټو او افغان چارواکي وايي، د ناټوځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د پینځو افغان پولیسو د وژل کېدو په اړه پلټنې کوي.
افغان چارواکو او ناټو دواړو منلې چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د عملیاتو پر مهال د پولیسو پر یوې پوستې باندې د ناټو د هیلوکوپټرپه ډزو کې پینځه تنه افغان پولیس وژل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي مشال راډیو ته ویلي چې خاصو افغان ځواکونو له طالب وسله والو سره د جګړې پر مهال له ناټو څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه کړې وه ، خو د ناټو هیلوکوپټرو پر ځای د دې چې پر طالبانو بمباري وکړي، په غلطۍ یې څو تنه افغان پولیس وژلي دي.
نوموړي ویلي چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له امنیتي ادارو غوښتي چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي.
اخوا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) یوې ویاندې مالوې ایبوني (Malloy Ebony) اسوشي اېټد پریس اژانس ته ویلي، دوی نه پوهېږي چې پېښه څنګه رامنځ ته شوې خو د ناټو د هیلو کوپټر په ډزو پینځه افغان سرتېري وژل شوي دي.
نوموړې ویلي چې ناټو دا هوايي ملاتړ د افغان او ناټو د ګډو ځواکونو د غوښتنې په ځواب کې استولی وو.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کي د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په یوه نوي رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۲۳ فیصده زیاته شوېده.