د چارشنبې په شپه د يوروپي هيواد سپين په شمال مغربي سيمه کې له پاټلۍ څخه د يوه اورګاډي د اوښتو په پېښه کې خواوشا ۷۷ تنه وژل شوي ۱۳۰ نور ټپیان دي.
د دغه هيواد سرکاري ټیلیویژن د چارشنبې په ماښام د دې پېښې ویډیویي تصویرونه وښودل. په تصویرونو کې د اورګاډې د سپرلیو ډبې اوښتې ښکاري او لږ تر لږه یو د سپرلیو ډبه پرانیستې څرګندیږي او لوګۍ ترې خيژي.
دا پښه د سنټیاګو ډي کمپوسټولا سټیشن ته نژدې د اورګاډو په یوه پټلۍ رامنځ ته شوې ده.
دا اورګاډی له ميډريډه د اېل فېرول ښار ته روان وو .