د عوامي نېشنل ګوند پر غړو برید دوه تنه ووژل شول
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
کراچۍ : د پاکستان په لوی کاروباري ښار کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په سیمه ییز دفتر وسله وال برید د دغه ګوند دوه غړي وژلي او ۵ نور یې سخت ژوبل کړي دي .
پولیس وایي پېښه د اتوار او ګل په منځنۍ شپه د کراچۍ ښار په ګلشن بونیر کې مخې ته راغلې ده.
یاده دې وي په روانه اونۍ کې دا دویم ځل دی چې د عوامي نیشنل ګوند پر غړو او دفترونو وسله والې حملې کیږي . درې ورځې د ښار په اتحاد ټاون کې هم په ورته برید کې د یاد ګوند دوه سیمه ایز عهدیداران وژل شوي ول.
د پرونۍ حملې پړه تراوسه چا نه ده منلې خو تر د دې مخکې په کراچۍ کې د عوامي نیشنل په غړو او مشرانو د ترسره شویو یو شمیر بریدونو پړې وسله والو طالبانو منلې دي .
د رویټرز ویډيو