کراچۍ: د کوچنیانو تېښونکي ونیول شول، ۱۱ ماشومان ازاد

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي د نهې یا سه شنبې په شپه یې د کراچۍ ښار له ګزري سېمې څخه دوه کسان نیولي دي او ددوي له ولکې څخه یې ۱۱ ماشومان خوشي کړي دي. د کراچۍ د ډاکس تاڼې پولیس افیسر سعیدخان مشال ریډیو ته ویلي نیول شوي کسان عامر او بابو نومیږي . دوي به ماشومان تښتول او هغوي به یې د خېرات راټولولو او یا هم نورو غېر قانوني کارونو لپاره کارول .