بدلون به ښځې او سړې دواړه راولي

عصمت شاه جهان لیکواله او شاعره

د نن په تاندې هیلې کې د لیکوالې شاعرې او جرنالسټې عصمت شاه جهان سره خبرې کوو. عصمت شاه جهان وایي باید په ټولنه کې د بدلون لپاره عملې کار وشي.
د نن په تاندې هیلې کې د لیکوالې شاعرې او جرنالسټې عصمت شاه جهان سره خبرې کوو. هغه د خیبر پښتونخوا د کرک اوسیدونکې ده. عصمت شاه جهان وایي باید په ټولنه کې د بدلون لپاره عملې کار وشي.

ددې پروګرام جوړونکې د مشال همکاره فرخنده وزیر ده.

تاندې هیلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تاندې هیلې


عصمت شاه جهان په خپل یو نظم د ًمدار نه ووتمهً کې د خپلو خیالاتو اظهار کوي.

کاینا ت وو په ګردش کې او زه بې حرکته
د شپي په بُوڼ پېرلې، د سهار په کټ ویدۀ
چې پاڅيدم له خوبه، رنګ او نُور يو سلسله وه
د بوډۍ په ټال يې يوړمه، په پيړيو او پيړيو
ويرېدم نه، الوتمه، الوتمه الوتمه
چې مدار نه ووتمه، الوتمه الوتمه