"اېم کیو اېم له سخت بحران سره مخامخ دی"

کراچۍ : د اتوار پر ورځ د متحده قامي مومنټ ډلې مشر الطاف حسین ددغه ګوند له مشرۍ له استعفا ورکولو څو ساعته وروسته د تېر په څېر بیا د خپل ګوند د پلویانو په خواست خپله استعفا بېرته واخیسته .


د استعفا اخیستو پر مهال د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې الطاف حسین وویل چې د دوی د ګوند د مخکښ مشر عمران فاروق د وژنې په سلسله کې څو ورځې وړاندې د لندن پولیسو د هغه پر کور چاپه وهلې وه او تر لسګونو ساعتونو پورې یې د کور تلاشي اخیستې وه .

عمران فاروق د ایم کیو ایم ګوند د جوړونکو کسانو له ډلې څخه و، نوموړی د ۲۰۱۰ کال په سیپتمبر میاشت د لندن په ګرین لینډ سيمه کې وژل شوی وو، د هغه د وژنې پلټنې د بریتانییا د پولیسو محکمه سکارټ لینډ یارډ کوي.

شنونکي وایي د عمران فاروق د قتل په کیس کې د الطاف حسین څخه پلټنو او د هغه د کور تلاشي د ایم کیو ایم ګوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړی دی .

د سیاسي چارو کارپوه اختر بلوچ په دې اړه مشال ریډیو ته وایي:

((سکارټ لینډیارډ په ټوله نړۍ کې باوري او بېطرفه اداره منل کیږي، د دغه ادارې لخوا د ایم کیو ایم له مشره پلټنې کول یقینا په نړیواله کچه د دغه ګوند لپاره ښه پایلې نه لري. الطاف حسین هم شاید د دغې ادارې له چاپو وروسته دا محسوس کړي وي چې له هغه د عمران فاروق قتل کیس کې د پلټنو کولو څخه د الطاف حسین مقام او شهرت ته زیان رسولی شي نو ځکه هغه خپلو پلویانو ته رجوع وکړه))

د اختر بلوچ په خبره د پاکستان رسنیو د دې کیس او په لندن کې د پولیسو د چاپو په اړه له خبرونو ورکولو څخه ډډه کوله، خو پرون د اتوار ورځ د ایم کیو ایم ډلې د مشر لخوا پخپله د هغه پر کور د پولیسو د چاپی وهلو او د عمران فاروق د قتل په کیس له هغه د پوښتنو ګروېږنو اعتراف رسنیو ته هم موقع په لاس ورکړه چې په دې موضوع بحثونه وکړي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اجمل خټک کشر بیا وایي ایم کیو ایم په اوس وخت کې په درې محاذونو له ستونزو سره مخامخ دی . له یوې ډډې دوی د ترهګرو په نښه دي، له بلې خوا په دغه ګوند کې دننه د ځینو کړیو ترمنځ تاوتریخوالی دوام لري او درېیم د دوی مشر او باني د خپل ملګري او سرګرم مشر د وژنې په کیس کې د لندن پولیسو له پلټنو سره مخامخ دی:

((اوس خو صرف چاپه وهل شوې ده او پولیس لا څه نتیجې ته نه دي رسیدلي ، مګر که داسې وشي چې په دې کیس کې الطاف حسین له سزا سره مخامخېږي نو د دې به پر ایم کیو ایم ډېر بد اثر پرېوځي او دا ځکه چې د دغه ګوند په جوړولو او چلولو کې د الطاف حسین صېب ډېر لوی لاس دی ))

د دې هر څه ترڅنګ په کراچۍ کې د ایم کیو ایم ډلې پلویانو د اتوار په ورځ د بریتانییا د ډپټي کمیشنر د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او په لندن کې یې د الطاف حسین په کور د پولیسو لخوا د وهل شوې چاپې غندنه کړې ده.

یاده دې وي ایم کیو ایم د کراچۍ ښار تر ټولو لوی او ځواکمن ګوند دی. د دغه ګوند مشر الطاف حسین له تیرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې په لندن کې استوګن دی . نوموړی د پاکستان ترڅنګ د برتانییا هیواد شهریت یا تابیعت هم لري.