کابل: د ولسمشر پر ماڼۍ برید
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
وسلوالو طالبانو نن سهار وختي په کابل کې د جمهوري ریاست او دفاع وزارت ختیځ لوري ته پر امنیتي پوستو برید وکړ.
افغان پوليسو ويلي، چې د نوي۹۰ منټونو د نښتې وروسته يې ټول بريدګر وژلي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امين مشال راډیو ته وویل چې حمله پای ته رسېدلې ده. د نوموړي په خبره بريدکونکي په دوه موټرو کې د ناټو سرتېرو په لباس کې ورغلي وو او له دوی سره د ناټو خاص کارډونه هم ول.
رویټرز ویډيو