په کورمه کې چاودنه، یو وژل شوی، شپږ ژوبل

په کورمه کې وخت په وخت چاودنې کېږي


پاړه چینار - په قبایلي سیمه کورمه کې بمي چاودنه شوې ده چې په کې یو کس وژل شوی او شپږ ژوبل دي.


انتظامي چارواکي وايي، دا چاودنه د اتوار پر ورځ شا و خوا دولس نیمې بجې له تیندو پوستې سره په یوه ګاډي کې شوې ده.

د پولیټیکل انتظامیې محرر عبدالمالک مشال راډیو ته وویل، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

ژوبل شوي کسان د سدې روغتون ته رسول شوي دي.

د روغتون یوه کار کوونکي نوید حیدر ویلي، په ژوبلو شویو کې د دوو حالت د اندېښنې وړ دی او دا چې د نورې درملنې له پاره به پېښور یا د پاړه چینار روغتون ته رسول کېږي.

د ده په خبره، زیاتره ژوبل شوي کسان شیعه ګان دي او د بره کورمې دي.

روغتیايي چارواکي وايي، وژل شوی کس فقیر حسین نومېږي او د مالي خېلو اوسېدونکی دی.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده.

د چاودنې پړه چا نه ده منلې.