د امریکايي ولسمشر باراک اوباما ادارې ویلي دي چې د ایران د نسبتاُ پراخ نظري ولسمشرله ټاکل کېدو سره به امریکا ایران ته د یوې نوي ایټمي تړون وړاندیز وونه کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جن ساکي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی له ایران سره د ایټمي مسلې په اړه نوې خبرې پیلول غواړي خو ایران باید هغه وړاندیز ته ځواب ووايي چې په اپرېل کې شوی وو.
د نوي ایراني ولسمشر حسن روحاني له ټاکل کېدو سره د د دې هیواد به دریځ کې د نرمۍ په اړه هیلي څرګندې شوې دي.
جن ساکي وايي د ایران د مشرتابه او ایټمي پروګرام واک د دې هیواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر حسن روحاني سره نه بلکې له ستر مذهبي مشر علي خامنايي سره دی.
تر دې وړاندې تیره ورځ د ایران منتخب شوي ولسمشر حسن روحاني په خپل لومړي خبري کانفرانس کې وویل ، ایران چمتو دی چې د خپل ایټمي پروګرام په اړه لا نور شفافیت وښيي.