خوست کې بمي چاودنې اته تنه افغان وګړي ووژل


نجیب الله الوخیل

نن له غرمې وروسته ٢ بجې په د خوست د لکڼو د چولانو د سیمې په یوه هدیره کې په صرف ډوله موټر پسې بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې اته تنه ولسي افغان وګړي وژل شوي دي.


په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړي ، یو تن د کلي ملا امام او یو تن بل ځايي اوسیدونکی هم شامل دی.

د پيښې په ځای کې د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې قوماندان محمد سردار مشال راډیو ته وویل، چې پيښه د جنازې له مراسمو وروسته بیرته ستنیدل د ملکي خلکو په صرف ډوله موټر پسې ترسره شوه، چې پکې ناست اته واړه کسان ووژل شول او موټر هم له منځه تللی دی.

د سيمې يوه اوسيدونکي محمد عمر مشال راډیو ته وويل، هغه کس چې جنازه يې وړاندې خاورو ته وسپارل شوه، هغه دوه مياشتې مخکې لا درکه وو، چې تیره ورځ يې د ډیورند کرښې ته نږدې مړی موندل شوی وو.

د یادې پیښې مسوولیت تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

بلخوا خوست والي عبدالجبار نعیمي د یوې مطبوعاتي اعلاميې له لارې یاده پيښه په سختو ټکو کې غندلې ده او دا کار يې د ولس او خاورې د دښمنانو کار بللی دی.