د ترکي وزیر اعظم رجب طیب اردغان د خپل حکومت پر ضد د دوه اوونیو راهیسې روانې مظاهرې د ختمولو په خاطر د حکومت ضد مظاهرچیانو سره لیدلي دي.
خو داسې ښکاري چې مظاهرچیانو د مظاهرو د تحریک مرکز د استنبول د ګیزي پارک نه د وتلو په اړه د اردغان خبردارې له پامه غورځولې. رپورټونه وايي په زرګونو مظاهرچیانو په تکسیم چوک او ګیزي پارک کې شپه تېره کړه.
په انقره کې د شپې ناوخته تر خبرو وروسته د اردغان د ګوند ویاند وويل، چې ملاقات ګټه ور و، خو د پارک نه د مظاهرچیانو د وتلو په خبره یې ټينګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د عدالتي فیصلې او د شویو وعدو سره سم تر ریفرینډم پوری به په پارک کې کومه نوی ودانۍ نه جوړیږي.