چېک انجینېرانو الوتونکې بایسیکل ننداره وړاندې کړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په چېک جمهوریت کې درې کمپنیو د یوه الوتونکې برېښنايي(برقي) بایسیکل ننداره وړاندې کړي چې د هېليکوپټر غوندې شپږ وزورنه لري. په پراګ ښار کې دا ننداره د جون پر یولسمه نېټه وړاندې شوه چې په ریموټ کنټرولېدونکې بې پیلوټه بایسکل تر پنځه منټه پورې الوت وکړ. دا الوتونکې بایسیکل لا د پیلوټ لپاره چمتو نه دی، ځکه چې د انجینیرانو په خبره لومړی یې د بېټرۍ وړتیا په کار ده. رویټرز ویډيو