د فاریاب پوهنتون په لیلیې کې نن غرمه د ګازو د دوو ډبو په چاودنه کې اتلس محصلین ټپیان شول.
د فاریاب د پوهنتون مرستیال فیض الله قادري مشال راډيو ته وویل، چې د ګازو دا ډبې د هوا د ګرمیدو له امله چاودلي.
د میمنې د ولایتي روغتون ډاکټران وایې د څلورو ټپي شویو محصلینو حالت نازک دی خو پاته نور یې سطحي سوځیدلي دي.
اوس مهال د فاریاب پوهنتون په لیلیې کې شاوخوا ۳۶۰ محصلان اوسیږي.