په خیبر اېجنسۍ کې وسله والو ۲۵۰ کورونه سوځلي دي

لواړګی - د خیبر ايجنسۍ په لرې پرته سيمه کې وسله والو پرون څه باندې ۲۵۰ کورونه سوځلي دي.


یوه دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د شنبې یا خالي په شپه مشال راډیو ته وویل، سوځل شوي ټول کورونه د حکومت پلوه انصار الاسلام وسله والې ډلې پلویانو دي.

په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه شته او نه هم د دې خبر ازادو سرچینو لا پخلی کړی دی.

په دې وروستیو کې د تیرا میدان سیمه تحریک طالبان پاکستان تر خپل واک لاندې راوسته.

د دې واک له پاره د طالبانو او انصارالاسلام تر منځ خونړۍ نښتې وشوې.

په دې نښتو کې ولسي وګړي هم ووژل او ژوبل شول.
د نا کرارۍ له کبله په سلګونه کورنیو خپل کورونه پرېښودل او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ځایونو کې مېشت شول.

همدا راز د خیبر اېجنسۍ په باړې کې هم له اوږدې مودې راهیسې نا کراري ده.

په دې سیمه کې پاکستانی پوځ د وسله والو طالبانو او لشکر اسلام ډلې پر ضد عملیات کوي.

د باړې په زیاتره برخو کې ګرځبندیز وي او ښوونځي، بازارونه تړل شوي دي او کاروباري فعالیتونه درېدلي دي.

له باړې هم زرګونه کورنیو کډه کړې او په پښتونخوا کې اوسي.