نيازاحمدخان
د خیبر پښتونخوا په سېلاني سیمه سوات کې د تېر اتوار ورځې پر ماځیګر راغلیو توپاني سیلیو پنځه تنه وژلي چې څلور یې ماشومان او یوه ښځه ده او نژدې نور ۲۵ تنه ژوبل دي.
د سوات ضلعي انتظامیه کې یوه چارواکي وايي، چې تېزو سیلیو د تحصيل کبل کوزه بانډه کې د یوه کور چت راپرځولی چې په کې درې ماشومام چې دوې خوندې او یو ورور وو وژل شوي.
په توپاني سیلیو کې خواوشا ۲۵ تنه ژوبل شوي هم دي، چې د سيدو شريف روغتون ته یې د درملنې له پاره وړل شوي دي. د یو شمېر کورونو چتونه او ديوالونه یې غورځولي دي. د ميوو باغونونو ته یې زیانونه رسولي وي او د بجلي و ټيلفون نظام هم متاثره شوی دی.
د سوات مرستيال کمشنر ډي سي امتياز حسين مشال راډيو ته وویل چې دوی په سيمه کې امدادي کارونه شورو کړي دي. دی زیاتوي چې د وژل شویو له کورنیو سره به مالي مرستې کوي او ژوبلو تنانو ته دارودرمل ورکوي. د ده په خبره چې د بجلۍ او ټيلیفون نظام بهالولو لپاره هڅې روانې دي.