په پاکستان کې تر انتخاباتو مخکې تاو تریخوالی

شینهوا خبري اژانس لیکي، په پاکستان کې د مې په میاشت کې کله چې د انتخاباتو له پاره تیاریانې پیل شوې، د څلورو ځانمرګو چاودنو پشمول په ۵۶ حملو کې ۱۶۱ خلک ووژل شول، چې دغه د پاکستاني ولس له پاره یو سخت وخت وو.


شینهوا لیکې ، په پاکستان کې د مۍ په میاشت کې په ۵۶ بمي چاودنو کې ۱۶۱ خلک ووژل شو، او تر ۶۵۲ پورې ژوبل شول.

په دغه میاشت کې وسلوالو تر ټولو زیاتې حملې پر دې هم وکړې چې په هیواد کې دننه سیاسي ګوندونه او ولس د انتخاباتو په تیارو کې بوخت وو. په دغو ۵۶ بمي چاودنو کې څلور ځان مرګي بریدونه هم وو. چې د ملک په مختلفو سیمو کې تر سره شوې دي، او پکې ۴۰ کسان وژل شوې او ۱۴۳ ژوبل شوې دي.

شینهوا لیکې کله چې د پاکستان حکومت د انتخاباتو ورځ وټاکله او له دغې لپاره تیاریانې پیل شوې، نو په دغه دوران ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان خلکو ته د عوامي نیشنل ګوند، پیپلز ګوند او متحده قامي موومنټ په جلسو کې نه ګډون وینا هم وکړه، او په بل صورت کې په دوی د حملو دړکې ورکړې. چې په دغه دوران څه نا څه ۴۲ په سیاسي غونډو ، دفترونو او جلسو بمي حملې وشوې، چې پکې د ۱۰۰ و زیات خلک ووژل شول، او تر ۴۰۰و پورې ژوبل شول.

په دغو حملو کې تر ټولو خطرناکه د مذهبي ګوند جمیعت علما اسلام په کرم ایجنسۍ کې په یوه جلسه بمې حمله وه، چې ۲۶ کسان یي ووژل او تر ۶۷ پورې یي ژوبل کړل. د مۍ په ۱۷ په ملاکنډ کې په یو جماعت په دوو بمي حملو کې ۲۱ خلک ووژل شول، او تر ۱۲۰ و پورې ژوبل شول.

شینهوا لیکې په تیره میاشت کې تر ټولو زیاتې ۲۱ بمې حملې په خیبر پښتونخوا کې شوې، ۱۴ په بلوچستان کې ، او ۱۱ په سند کې مخې ته راغلي. بلخوا پنجاب د انتخاباتو په دوران د داسې حملو نه محفوظ پاتې شوی. په فاټا کې په تیره میاشت کې ۱۰ بمي حملې تر سره شوې.

په دغه دوران د انتخاباتو ورځ یعنې د مۍ ۱۱ مه نیټه هم د ولس لپاره یوه بده ورځ وه، په دغه ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې د بد امنۍ په پیښو کې ۲۰ کسان ووژل شول، او تر ۱۰۰و زیات ژوبل شول. په دغو کې د زیاترو بمي حملو پړه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې ده. د دغه ډلې سره د سولې لپاره د خبرو عمل هم روان دی، خو د وروستي ډرون برید وروستو چې پکې د دغه وسلوالې ډلې یو مهم کماندان ولې الرحمان ووژل شو، طالبانو یو ځل بیا د خبرو د عمل نه انکار وکړ.