ماشومان داسې وروزئ چې د ولس درد دوا شي، ګردیوال

جلال اباد - د افغانستان ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د شنبې پر ورځ په یوه غونډه کې د ماشوم نړيواله ورځ ولمانځل شوه. دې غونډې ته په دولتي چارواکو سربيره د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو د ادارو يو شمېر غړي او د روزنتونونو ماشومان هم ور بلل شوي ول.


په ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې لا هم په دغه ولايت کې په زرګونه تنه ماشومان د تعليم له حقه بې برخې دي او په ښارونو کې په سختو کارونو بوخت دي.

د دغې ورځې په مناسبت د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په ميندو غږ وکړو چې خپل ماشومان په داسې احساس لوی کړي چې سبا ته د ټولنې د درد دوا شي.

((ضروري خبره دغه ده چې دوی هم تعليم ته وهڅېږي او د راتلونکی له پاره يو احساس، يو فکر ورکړل شي چې دغه زموږ وطن دی او دا وطن جوړېده غواړي. اوس که دا ماشومان نه پوهېږي نو که ورو ورو دغه روحيه ورکړل شي، زه يقين لرم چې احساس زموږ افغانانو کې شته او ډېره برخه د دې روحيې د مور پورې اړه لري او زما له ميندو دا هيله ده چې خپل ماشومانو په تربيه او روزنه کې خاصه برخه واخلي.))

په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکتر رفيع الله بيدار که څه هم دا مني چې ګڼ شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، خو وايي، د افغانستان د نورو ولايتونو پرتله په ننګرهار کې د ماشوم د حقونو له پاره د پام وړ کارونه تر سره شوي دي.

(( په ښارونو کې خو کېدای شي چې د ماشومانو د حقونو له پاره کار شوي وي، خو په لرو پرتو سيمو کې د ماشومانو د حقونو وضعيت څنګه دی، دا زموږ د کمېسيون مکلفيت دی او د همدې مکلفيت په اساس موږ دوه ټيمه لرو چې يو په تورخم کې د متضررو او شاقه کارو ماشومانو د کچې د مالومولو له پاره د ټي ډي اېچ سره يو ځای کار کوي. خو د دې ټولو کارونو مرکزيت راټولېږي د کار او ټولنيزو چارو رياست ته. د ماشومانو حفاظتي کومه شبکه چې ده د دريو ولايتونو په کتار کې چې اول درجه کار کوی او ډير ښه کار کوي چې په سر کې يې ننګرهار ولايت راځي چې دا زموږ له پاره د افتخار ځای دی.))

دا چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د ماشومانو د حقونو په وړاندې څه کړي، د دغه رياست مشر عبدالحکيم شيرزاد مشال راډيو ته ته وويل:

(( تقريباً ۲۵۰۰ يتيمانو ماشومانو ته موږ د زده کړې زمينه برابره کړې، هغوی ته مو د ليليې زمينه برابره کړې، په ټولو روزنتونونو کې کمپیوټر سنټرونه لرو. د کودکستانونو (وړکتونونو) له لارې موږ تقريباً ۱۲۰۰ تنو ماشومانو ته د لومړنيو زده کړو زمينه برابره کړې، تقريباً ۱۸تنو ماشومانو ته موږ د اسلامک ريليف او مسلم اېن له خوا د يوه اندازه مياشتيني نغدی پيسې ورکول کېږي.))

په ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې په زرګونو ماشومان له تعليمه بې برخې دي او په زرګونو تنه ماشومان په تورخم، جلال اباد ښار او د سره رود د خښتو په بټيو کې په درنو کارونو بوخت دی.