د ولسي افغانانو وژونکی به خپل جرم ومني

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هغه امریکایي عسکر چې د ۱۶ ملکي افغانانو په وژنې تورن دی د دې لپاره چې د اعدام له سزا بچ شي، دا منلې چې په خپل جرم به ومني. رابرت بېلزتورن دی چې د ۲۰۱۲ کال په مارچ میاشت کې د کندهار کلېوال په خپلو کورونو کې په ډزو وژلي و. دا پېښه چې اکثره قربانیان یې ښځې او ماشومان و، د افغانستان د جګړې یو تر ټولو ناوړه جنایت بلل شوې دې. د بېلز یوه مدافع وکیل وویل؛ چې موکل به یې د عمدي وژونو جرم ومني او وروسته به یوه پوځي محکمه په دې اړه فیصله کوي؛ چې ایا د دغه جرم په خاطر هغه ته د اعدام پر ځای د عمري بند سزا ورکول ممکن دي او که نه؟