د پنجشیر د والي په دفتر د طالبانو حمله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پنجشیر ولایت کې چارواکي وایی، چې د پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې شپږ حمله کوونکي او یو پولیس وژل شوي دي. د پنجشیر والي کرام الدین کریم مشال راډیو ته وویل، چې په نښته کې څلور نور پولیس ټپیان شوي دي. دده په وینا لومړني تحقیقات ښۍ، چې حمله کوونکي له القاعده شبکې سره تړلي وو او دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه. دا حمله، چې مسؤلیت یی طالبانو په غاړه اخستې دې د سهار په دریو بجو پیل شوې وه.