د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په لسګونو ښځو او د مدني ټولنو فعالانو نن پر دوشنبه د ملي شورا مخې ته مظاهره کړې او غوښتنه یې کړې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون دې ژر تر ژره منظور کړي.
دغه قانون څه موده مخکي ملي شورا ته د بحث لپاره وړاندي شو خو یو شمیر وکیلانو یې له ځینو مادو سره مخالفت و ښود.
په دې قانون کې د نجونو په زوره ودول، د کمعمرۍ ودونه او له ښځو سره تاوتریخوالی جرم بلل شوی دی.
مخالف وکیلان وايي د دې قانون ځیني مادې د اسلامي اصولو پر خلاف دي.
خو پلویان یې دا خبره ردوي.