د جوزجان ولسوال له ځانمرګي بریده روغ راووت

Afghanistan -- A policeman walks past a map of Afghanistan at a polling station in Herat, 20Aug2009

د جوزجان د درزاب ولسوال نن د دوشنبې پر ورځ له یوه ځانمرګي بریده روغ رمټ ووت.


د درزاب ولسوال رحمت الله حشر مشال راډيو ته وویل، ځانمرګی برید ګر مخکې تر دې چې هغه ته ورنږدې شي، ځان والوځاوه.

دا پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې حشر غوښتل په ولسوالۍ کې د یوه ښونځي د جوړیدو په مراسمو کې ګډون وکړي.

پدې پيښه کې یوازي ځانمرګی برید ګر وژل شوی دی.