د پکتيا ولايت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې له امله پينځو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتيا والي وياند روح الله سمون وايي چې د ياد ولايت ډنډې پټان ولسوالۍ شپولې سيمه کې د سرحدي پوليسو په رينجر موټر پسې سړک غاړې بمي چاودنه شوې او پينځه تنه سپرو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی وايي چې رينجر يې د ګزمې په حال کې وه چې د سړک غاړې بم پسې چاودنه کړی او درې تنه سرحدي پوليس يې ځای پر ځای وژلي او دوه تنه ټپي شوي دي.
دی د ټپيانو حالت د ډاډ وړ ښيي وايي چې ټپي شوي کسان يې د څمکنيو روغتون ته د تداوئ په موخه انتقال کړي دي.
د پېښې مسوليت د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلی وايي د سړک غاړې بمي چاودنې له امله يې په پټان کې درې سرحدي پوليس وژلي او دوه ټپيان کړي دي.
د يادولو ده چې په سرحدي سيمو کې له دې وړاندې هم په ګزمو پسې د سړک غاړې بمي چاودنې شوې چې ګڼه مرګ ژوبله يې اړولې.