فرهاد شینواری
د خیبر ایجنسۍ د خاصه دارو ځواکونو یو لاین آفیسر خانداد آپریدی نن پنجشنبې مشال راډیو ته ویلي، دی چې نن غرمه د جمرود په غرییزه سیمه کې د افغانستان نه د ناټو ځواکونو پوځي سامان د پیښور ته وړونکو ګاډو باندې نا څرګنده وسلوالو ډزې وکړې چې په نتیجه کې يې یو ډرایور ووژل شو.
یاده دې وي چې په تیرو وختونو کې هم د خیبر درې په دې لاره پرله پسې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره سامانونه او تیل وړنکې ګاډی او ډرایوران د وسلوالو له خوا په نښه شوی دی،او په دې وروستیو کې هغه ګاډی هم وسلوال په نښه کوی چې کوم د افغانستان نه واپس د ناټو ځواکونو سامانونه پیښور په طرف وړی.
په طورخم پوله د کسټم کلیرنګ ایجنټان وایي چې تر دې دمه په لسګونه ګاډو کې د طورخم نه پیښور په طرف د ناټو سپلایې سامانونه وړل شوي دي، او د طورخم پولیټیکل چارواکي وایې چې دوی ورته تر خپله وسه پورې سیکورټي ورکوی.