د خیبر اېجنسۍ د انتخاباتو نتیجه راغلې ده


لواړګی - د خیبر اېجنسۍ ۴۵مې انتخاباتي حلقې یانې جمرود او لواړګي انتخاباتي افسر جهانګیر اعظم وزیر نن سهار مشال راډیو ته وویل چې له دې حلقې ازاد نوماند الحاج شاه جي ګل ۲۹۴۴۷ رایې ترلاسه کړې دي او په دې ډول د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی دی.


د ده په خبره، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي پیر نورالحق قادري په دې انتخاباتو کې ماته خوړلې ده.

قادري ۱۹۸۹۷ رایې تر لاسه کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند له ۸۹۸۷ ووټونو سره په درېیم ځای دی.

وزیر وویل، په دې حلقې کې خلکو ووټونه په سوله ییزه توګه اچولي دي.

بل خوا پولیټیکل چارواکي وايي چې د خیبر اېجنسۍ ۴۶مې حلقې یانې له باړې او تیرا د بې کوره شویو کسانو له پاره د شا کڅ لیویز په پولېنګ سټېشنو کې بد نظمي وشوه.

چارواکي وايي، پر دې مهال امنیتي سرتېرو ډزې وکړې او د امېدوارانو د پلویانو تر منځ نښتې وشوې چې په کې پینځه کسان ژوبل شول.

دا بد نظمي د ووټرلېسټونو نیمګړتیاوو له کبله وشوه.

پر دې وخت د ووټ اچولو ځینې صندوقونه هم مات شول او د ووټ کاغذونه یا بیلېټ پېپرې هم وشلول شوې.

د دې له کبله د ووټ اچولو عمل وځنډېد چې بیا دوه نیم ساعته وروسته بیا پیل شو خو زیاتره خلکو ووټ نه دی اچولی.

د باړې یوه خبریال محبوب شاه اپریدي مشال راډیو ته وویل چې د دې حلقې زیاتره امېدوارانو له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې ده چې دلته دې بیا انتخابات وشي.

په دې اړه د ۴۶مې حلقې انتخاباتي افسر محمد ناصر خان هیڅ نه دي ویلي.