نیاز احمد خان
سوات - د خیبر پښتونخوا په سوات کې د نړیوالې پراختیا او پرمختګ امریکايي ادارې (یو اېس اې آی ډي) له خوا ترهګرۍ ځپلو ښځو ته د ګنډلو روزنه ورکړل شوې ده.
په دې ترځ کې د ښځو د خیر ښېګڼې ادارې (ډبلیو ډبلیو ډي او) یوه غونډه وکړه چې په کې ښځو ته د جامو ګنډلو مشینونه، اوتو ګان یا استریانې او نور سامان ورکړل شو.
دا غونډه د سوات د مټې دوو یونین کونسلو له پاره وشوه او ټول سامان او مالي لګښتونه یې یو اېس اې آی ډي کړي ول.
ده وویل د دوی موخه د ښځو پر خپلو پښو ودرول دي چې په خپله د کورنۍ اقتصادي چارې وچلوي.
غونډې ته راغلې یوې نجلۍ رېشما وویل، په درې میاشتیني کورس کې یې د کالیو ګنډل او ګل کاري زده کړه او اوس ورته مشین او نور سامان ورکړل شوی دی.
نوموړې وویل، ډېره خوشاله ده.
یوې بلې پېغلې تمنا هم د خوښۍ ښودنه وکړه او و یې ویل چې د دوی په سیمې ګوالېرۍ کې ښځې تعلیم نه شي تر لاسه کولای او کوره هم نه شي وتلای نو داسې د روزنې نور مرکزونه دې هم جوړ کړل شي چې بې وزله نجونې ترې ګټه واخلي.
غونډې ته ورغلي مشر مېلمه او پخواني استاد عزیز الرحمان وویل، دا پروژه د سیمې د ولس له پاره ګټوره وه.