لندن/ اسلام اباد: په برتانیا کې د جمعې پر ورځ ۱۱ کسانو ته د القاعده په امر په دې هېواد کې د ترهګرو حملو د پلانولو په تور د قيد سزا اورول شوې ده.
له دې ۱۱ کسانو څخه لږ تر لږه شپږ تنه په دې تورن شوي چې په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې کمپونو ته تللي دي.
د لندن په جنوب ختیځ کې د جمعې پر ورځ د يو عدالت جج د دې کړۍ مشر عرفان ناصر ته د عمر قید، عرفان خالد ته ۱۸ او عاشق علي ته د ۱۵ کالونو د قېد او پاتې کسانو ته تر دې د کم وخت سزاګانې واورولې.
دا ډله چې غړي یې ټول برتانوي مسلمانان دي د خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د اتو لویو بمونو او احتمالاً په نورو ځایونو کې د ټایم بمونو د چوولو له پاره د پلان په جوړولو تورن شوي دي.
هلته پاکستان ويلي دي چې د ترهګرو روزنې کیمپونه نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند اعزاز چودري د جمعې پر ورځ د دې وزارت په اوونيزه خبري غونډه کې ويل چې دوی د نړۍ په هر ځای کې د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي.
پر پاکستان په نړیواله توګه تورونه پورې شوي دي چې په قبایلي سیمو کې د ترهګرو ځالې، پټنځایونه او روزنیز کیمپونه لري.
په دې ترځ کې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی په بیا بیا تورنه کېږي چې په پټه ترهګر روزي او ورسره ملاتړ کوي.
خو اسلام اباد تل دا ډول تورونه ردوي.