فاټا او ټولټاکنې: کورمه اېجنسۍ ۳۷ حلقه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سږ په ۲۰۱۳م کال د مې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د ټول پاکستان په ګډون د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو له اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د کورمې ایجنسۍ۳۷ حلقې لپاره امیدواران مېلمانه کړي. د جمعیت علما اسلام فضل الرحمن ډلې امیدوار مولانا عین دین، د عوامي نېشنل پارتۍ امیدوار دولت علی، د پاکستان پیپلز پارټۍ امیدوارحمید حسین توري ، د پاکستان تحریک انصاف امیدوار حفیظ الله، ازاد امیدوار محمد جعفر او د جماعت اسلامي امیدوار حکمت خان دی. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.