د پېښور های کورټ امر: ورک کسان زغرده وموندۍ

د پېښور های کورټ د پاکستان کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته امر کړی دی چې د ورکو شویو ۳۵۵ کسانو د موندلو له پاره هلې ځلې وکړي.


پر استخباراتي ادارو تور دی چې دا کسان یې له ځانه سره بیولي دي. های کورټ وزارتونو پرون ته وویل، د دې کسانو په اړه دې خپل رپورټ د راتلونکې میاشتې تر ۲۹مې عدالت ته وړاندې کړي.

په دې اړه د پېښور های کورټ سرکاري وکیل اقبال بېګا مشال راډیو ته تفصیل ورکړ: کټ

د پېښور های کورټ مشر قاضي دوست محمد خان په قبایلي سیمې خیبر کې د دوو ورکو شویو کسانو په اړه له پولیټیکل اېجنټ مطهر زېبه هم پوښتنه وکړه. هغه ورته په ځواب کې وویل ښايي دا دواړه کسان په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وي. دوست محمد خان وویل، که دا کسان بې ګنا وژل شوي وي نو له کورنیو سره یې باید مرسته وشي. کله چې های کورټ اورېدنه کوله نو د ورکو شویو کسانو خپل خپلوانو له عدالته دباندې مظاهره هم وکړه.