پرون د چارشنبې پر ورځ په افغانستان کې له راغلې زلزلې د ټپیانو شمېر نور زیات شوی دی چې ډېری ژوبل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.
د ننګرهار مرکزي روغتون مسول ډاکټر همایون زهیر مشال راډیو ته وویل،چې تر اوسه دوی ته د ۸۰ تنه زخمیانو په ګډون دوه تنه مړي وروړل شوي دي، چې یو شمېر یې ماشومان دي.
ډاکټر زهیر وايي،چې د ولسوالیو روغتونو ته هم زخمیان وروړل شوي،چې په کې د کامې روغتون ته یو مړی او ۳۱ تنه ژوبل، غني خیلو ته دوه ټپیان، ښېوې ته یو،بټي کوټ ته یو،ګوشتې ته یو او د لالپورۍ ولسوالۍ روغتون ته هم یو تن زخمي وروړل شوی،چې ټولټال ۱۲۸ زخمیان جوړېږي او درې مړي د ننګرهار بیلابیلو روغتونو ته ور وړل شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د سرې میاشتې ریيس ننګیالی یوسفزی وايي،چې دوی ته د رسیدلو رپوټونو له مخې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسید.
د ننګیالي په خبره دوه تنه په لالپورې ولسوالۍ کې،یو په سرخرود کې،دوه په شیرزادو کې،دوه په دره نور کې،دوه په ښار او پینځه تنه په بټي کوټ کې،چې د یوې کورنۍ دي مړه شوي،په دغو پینځو تنو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.
ننګيالۍ یوسفزی وايي،چې دوی تېره ورځ د زلزلې سره سم د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې سروې پیل کړه، چې نن د مرستندویه ادارو سره يي ګډه غونډه ونیوله او زلزله ځپلو سره يي لازمې مرستې پیل کړې.
هاخوا په لغمان کې زلزلې یوازې مالي تلفات اړولي. د والي ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل،چې په باد پخ ولسوالۍ کې یوازې لس کورونه زیانمن شوي او په دې ولایت کې یې ځاني زیانونه نه دي اړولي.