په چین کې زلزلې لسګونه وژلي دي

د چین په جنوب لویدیځ کې د شپږ اعشاریه شپږ ریښتر په کچه زلزله شوې ده.
له چینه تازه خپاره شوي رپوتونه د سیچوان په ولایت کې د یوڅلویښت کسانو د مړینې خبر ورکوي او اټکل کیږي چې د مړیو شمیر به زیات شي.
دې زلزلې تر شپږ سوه ډیر کسان ټپیان کړې دي.
په سچوان کې په دوه زره اتم کال کې د ریښتر اته درجې زلزلې نژدې نوي زره کسان وژلي وو.